په تیرو نهه کلونو کی بهرنیانو تنها دخپلو ګټو په باب فکر کړي دې
سلام خان سلام خان

په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ترهګري سره پرخلاف مبارزه کې د تېرو کلونوپه اوږدوكې يو پربل پسي  پوره (۹) نهه خونړۍ کلونه تير شول،په افغانستان کی دبهرنیو فوځونو په منځ کی دمشترکی استراتیژی دنه لرلو له امله دترهګری پر ضد واحده همغږي را منځ ته نه شوه،تولو بهرینیو ملکونو چی په افغانستان کی نظامی فوځونه درلودل یوازی په خپلو موخو او مختلفو ګټوپه باب په افغانستان کی فکر کاوه،دتیرکال په اخرنیو شپږ میاشتو دامریکی دولسمشر مرستیال په یوه مطبوعاتی مرکه په ډاګه وویل چی مونږ و افغانستان ته دآمنیت او دموکراسی لپاره نه یو راغلی بلکی مونږ په سیمه کی نور مهم اهداف لرو غواړو دافغانستان له لاری وهغو ته خپل ځان ورسوو،همداسی دبریتانیا ،جرمنی،اوفرانسی چارواکو ځوځلی دی ته ورته ځرګندونی کړي دي.دبهرنیو ځواکونو ددغه رنګه حالت په شتون کی دافغانستان دخلګو،ګاونډیو اودسیمی هیوادونو سره دخپلی راتلونکی او دخپل آمنیت په اړوند راز راز پو ښتنی را پیدا شوي دې.

په تېرو ۹ کلونو کې د بهرنيانو کوښښ داوه چې د بهرنيو مرستو د بېرته تر لاسه کولو له پاره په افغاني جامه کي متخصص مشاور، انجينيړ، ډاکتر او په نورو نومونو سره خپل استازي ځاي په ځاي کړي چي هم د بهرنيو شخصي کمپنيو د جوړولو او په کارولو او هم د سترو قراردادونو د سرته رسولو له پاره شرايط برابر کړي. او همداسي وشول. د افغانستان خلکو داسي فکر کاوه چې د بهرنيانو په شتون کې امنيت ټينګ شي د جنګسالارانو له شر څخه په  وژغورل شي، وسلی به په يو مخي راټولي شي، قوي دولت په جوړ شي، دولتي حاکميت په ټينګ شي کار په  اهل کار ته وسپارل شي. د نشه يي توکو کښت او قاچاق په له منځه لاړ شي او ملي اردو او ملي  پوليس په دمره قوي شي چې په خپله د خپل ملک څخه خپلواکه دفاع وکړي،ولی متاسفانه په دی تیرو کلونو کی له دی کارو ځخه یو هم ونه شو او دافغانستان وضعیت په یوه بحران بدل شو..

دادي نژدی لس کاله تېر شول  د ملي اردو شمير په اوس وخت کي ۱۵۰ زرو تنو ته رسيدلي او د ملي پوليسو شمير  ۱۳۴ زرو تنو ته رسيدلى دى ، خو د دغه شمېري په څنګ کې د کيفيت له پلوه امنيتي ځواکونه په داسي پرمختللو وسلونه د ي سمبال شوې چې د  مخالفينو په وړاندي مقاومت وکړي. او د هري ورځي په تيريدلو سره د ملي اردو او ملي پوليسو سرتېري او افسران شهيدان کېږي. په منځني ډول د ورځي له ۵ ـ ۱۰ پوري پوليسان له منځه ځي. د دفاع وزارت وياند جنرال عٰظيمي د مرغومي د مياشتې په ۹ مه د پنجشنبې په ورځ وويل چې په روان کال کې تر اوسه پوري د ملي اردو تلفات ۸۰۰ تنو ته رسيدلي دي. له بلې خوا د ملګرو ملتونو په وروستي رپوټ کي وويل شول چې په روان کال کې په افغانستان کې دبهرنيو ځواكونو۷۱۱ تنه سرتيري او افسران له منځه تللي دي. په داسي حال کې چې په تير ز کال کې ۵۲۱ تنه بهرني سرتيري او افسران له منځه تللي وو. لنډه دا چې تير ز کال د بهرنيانو او افغانانو له پاره دتېرو کلونو په پرتله يو ستر خونړۍ کال و.

 اوس  د نوي ۲۰۱۱ ز کال په پېل کېدلو سره يو شمير بهرنې قوماندانان بيا هم مخکی تر مخکی نوي روان کال يو ستونز من کال ګڼي او داسي فکر کېږي چې بهرنيانو بيا هم د خپلو مخو د تر سره کولو لپاره نوى كال  يوخون خونړۍ کال په ځان منلي دي که ددی ودغو ځرګندونو ته وګورو په نوی کال کی بیاهم افغانستان دنړیوالو او سیمه ییزو تضادونو په مرکز کی پروت ښکاري..

د ٢٠١٠ زېږديز کال په هره مياشت کې په منځني ډول له ١٠٠ زيات ملي پوليس د هېواد په بېلا بېلو برخو کې وژل شوي دي، خو دغه شمېره د پخواني کال په پرتله کموالى ښيي.د کورنيو چارو وزارت  په یوه راپور کی ویل شوی دې، چې په تېر زېږديز کال کې ١٢٩٢ پوليس وژل شوي او ٢٤٤٧ نور ټپيان شوي دي چې په ٢٠٠٩ کال کې ١٤٠٠ پوليس وژل شوي وو.په راپور کی ویل شوې دې، چې پوليس کال په کال ښه تجهيز کېږي او ښه روزل کېږي؛ له همدې امله يې په تلفاتو کې کموالى راغلى دى، تېر زېږديز کال ملکي وګړو ته هم خونړى کال وو، په دې کال کې په بېلا بېلو ناامنيو کې ٢٠٤٣ ملکي وګړي وژل شوي او ٣٥٧١ نور ټپيان شوي دي ، چې ملکي وګړو ته ډېرى مرګ ژوبله د سړک غاړې د ماينونو له کبله اوښتې ده، په ٢٠١٠ کال کې په ټول هېواد کې ٦٧١٦ تخريبي او ترهګريز بريدونه ترسره شوي دي، په دې بريدونو کې ماين اېښودنې، کمينونه او ځانمرګي بريدونه شامل دي، په دې بريدونو کې ١٠٩ ځانمرګي او ٢٣٠٩ نور بريدونه يې د سړک غاړې ماينونه وو، دکورنیو چارو دوزارت دراپور په اساس په دې کال کې وسله والو مخالفينو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، په ٢٠١٠ کال کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې ٥٢٢٥ وسله وال مخالفين وژل شوي، ٩٤٩ تنه ټپيان او ٥٥٩٦ نور د پوليسو له خوا نيول شوي دي ، د وسله والو مخالفينو په تلفاتو کې د ٢٠٠٩ کال په پرتله زياتوالى راغلى دى، په راپور کی راغلي دی چې دا مهال ټولې ۵۷ خصوصي ناقانونه امنيتي کمپنۍ  منحل شوې دي، له دې کمپنيو څخه ٧٠٠٢ ميله ډول ډول وسله ترلاسه او ډاياګ (د ناقانونه وسلوالو ډلو انحلال) ته سپارل شوې دیاو د ٣٦ قانوني امنيتي کمپنيو مرکزونه له کابل ښار څخه بهر ته لېږدول شوي دي.په راپور کی ویل شوي دي: (( هڅه کېږي، څو نورې امنيتي کمپنۍ هم منحل شي.)) پوليسو د نشه يي توکو د کشف په برخه کې هم لاسته راوړنې درلودې، د ٢٠١٠ کال په اوږدو کې پوليسو ١٧١ ټنه نشه يي توکي او ١٠٥ ټنه کيمياوي توکي کشف او له منځه وړي دي، په ٢٠١٠ کال کې د نشه يي توکو ٦٦ لابراتوارونه ويجاړ شوي دي، د نشه يي توکو د قاچاق او پروسس په تور ١٦٠٣ شکمن کسان نيول شوي دي، د تېر زېږديز کال په اوږدو کې ٧٥١٠ جرمي پېښې ترسره شوې دي، چې له دې جملې څخه ٦١٦٤ پېښې د پوليسو له  خوا کشف شوې دي، د دې جرمي او جنايي پېښو په تړاو له ١٠زرو څخه زيات شکمن کسان نيول شوي او اړوندو مراجعو ته معرفي شوي دي، پوليسو په دې موده کې ٩٧٥١ کړۍ ماينونه او ١٢٠ ټنه امونيم نايتريت (چې په چاودنو کې ترې کار اخيستل کېږي)، هم کشف کړي دي، دا مهال د ملي پوليسو شمېره ١٢٢زره تنو ته رسېدلې ده، چې د ٢٠١١ کال تر پايه به دغه شمېره ١٣٤زرو ته ورسېږي.کتونکي وايي چې دا يوازې د افغان وژنې جګړه ده چې يوه لويه فاجعه ورته ويلاى شو او په هر ډول چې وي  بايد نور دا حالت دوام

 ونه کړي او بايد تغير شي

په همدې کال کې له طالبانو سره د سولې بهیر د افغان دولت د سیاست اساسی محور جوړ کړ، د سولې ملی مشورتي جرګې او بیا د سولې د عالي شورا جوړول، چې د دواړو مشري برهان الدین رباني کوله، له ډېرو خبرو او بحثونو سره مله وو، خو طالبانو د دغه وړاندیز ځواب یوازې په بریدونو ورکړ.

د مشورتي جرګې په پای کې د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر او د ملی امنیت رئیس امرالله صالح د جرګې د امنیت په خونديتابه کې د پاتې راتګ او بې کفایتۍ په بهانه له دندو ګوښه شول

په  ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان او پاکستان د پولو دواړو غاړو ته د وسله والو مخالفینو تګ راتګ دوام درلود او په شمالي وزیرستان کې د القاعدې پر سنګرونو د امریکایی بې پیلوټه الوتکو بریدونه همغسې روان وو

په همدې حال کې د القاعدې ۲۵ زره جګړه مار له وزیرستانه د یمن په لور وخوځیدل او په هغه هېواد کې د القاعده جګړه مارو او یمني ځواکونو تر منځ جګړه ونښته، امریکایي بې پیلوټه الوتکو دغلته هم د القاعدې پر میشت ځایونو بمبارد پیل کړ

د سنبلې په ۲۷ د ولسي جرګې ټاکنې له زرو ستونزو سره ترسره شوې او سره له دې چې خلکو په دغو ټاکنو كې د ګډون لېوالتیا نه لرله، د ټاکنو خپلواک کمېسيون یو ملیون او درې سوه زره رایی باطلې اعلان کړې، ۲۷ تنه ګټونکي یی د درغلیو په تور له لېسته لرې کړل

په همدې حال کې د افغانستان لويې څارنوالۍ اعلان وکړ، چې د ټاکنو ډیری ګټونکي د سرای شهزاده او دوبۍ له لارې بریالي شوي او په تړاو یی ۷ تنه ونیول

وروسته يې په دې فساد کې د کمېسيون د غړو لاس لرل هم رامخې ته کړ او دعوه یی تر سترې محکمې پورې ورسوله.

سترې محکمې ورته یوه پنځه کسیزه ځانګړې محکمه جوړه کړه، چې تر اوسه يې په اړه لا کومه پریکړه نه ده شوې او د ټاکنو پایلې هماغسې په هوا کې ځوړندې دي.

تېر کال فساد هم پخپل حال پاتې وو او وویل شول، چې هر افغان په دې کال کې ۱۸۳ ډالره بډې ورکړي، له دې ټولو سره سره د ایران دولت کرزي او د هغه د دفتر رئیس ته هر کال ملیونونه یورو رشوتونه ورکړي.

که څه هم په کابل کې د ایران سفیر دا موضوع رد او سپکونکې وبلله، خو په سبا یی کرزي په یوه خبري غونډه کې د دغو پیسو پر اخیستلو اعتراف وکړ او ویې ویل، چې ورور هېواد ایران کال کې یو یا دوه  ځله له ولسمشرۍ ماڼۍ سره دا راز مرستې کوي.

په همدې حال کې تېر کال د نورو پخوانیو کلونو په پرتله د بې وزلۍ او بې روزګارۍ کچه لاپسې زیاته شوه، کابل د ګدای ګرو په ښار بدل شو او د دغو خیرات خورو د راټولونې لپاره څو سطحي کارونه هم بې مانا شو او زرګونه افغان ځوانان د خپل کاري ځواک پلورنې په موخه ایران ته مخه کړه، چې د ایراني پوله ساتو ځواکونو له انساني ضد کړنو سره مخ  او ګڼ شمېر یی ووژل شول

ایران سره له دې، چې په همدې کلونو کې د هلمند، خاشرود،هریرود،فراهرود،او هاروت رود سیندونو اوبه وڅښلې، د افغانستان له ترانزیتي او حلقوي لارو یی ګټه واخیسته، له تاجکستانه يې د زر میګاواټه برېښنا د تېرولو لپاره د افغانستان له خاورې استفاده وکړه،د ایران د چابهار یو ګټور بندر د افغانستان له لارې بیا وڅرخیده، خو  له دې هر څه سره سره بیا هم د کال په پای کې د افغانستان زرګونه تیل وړونکي ټانکرونه په دې دلیل په ایران کې ایسار کړل، چې له دغو توکو په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونه کار اخلي

په همدې کال کې د افغانستان او پاکستان سوداګریز تړون هم لاسلیک شو، خو لا هم د افغان سوداګرو څلور زره کانتینرونه، چې له ډېرې مودې راهیسې په کراچۍ کې بند پاتي او مالکان یی هره ورځ جریمې ورکوي، برخلیک یی نه دی څرګند

په دغه کال کې افغانستان تر ډېره په یو مصرفي بازار بدل شو او بهرنیو پانګوالو ایله ۵۰۰ ملیونه ډالره پانګونه وکړه.

همداراز په ۲۰۱۰ کال کې ویکی لیکس ویبپاڼې د افغانستان په اړه یو شمېر سندونه افشا کړل، د همدې سندونو له مخې د جمهوري رياست په ماڼۍ کې دننه له امریکا او ایران سره د ځینو کسانو استخباراتي اړیکې افشا شوې، دوبۍ ته د احمد ضیا مسعود د ۵۲ ملیونه ډالرو وړلو مسئله هم بربنډه شوه، دا هم روښانه شوه چې ایران نه یوازې  کرزي او داود زي ته بلکې د پارلمان ځينو وکیلانو، معینانون او رئيسانو ته هم پېسې ورکوي، چې د وکیلانو له ډلې يې د اکبري، عالمی بلخي او جبرایلی نومونه په ګوته کړي.

تېر کال د لندن له کنفرانسه وروسته د کابل نړیوال کنفرانس هم ترسره شو، چې په کې د ۷۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو برخه لرله او دا چې افغان دولت وتوانید په ښه توګه دا کار ترسره کړي، پر ځان و ویاړید، خو د مرستو ګراف اعلان نه شو.

په ۲۰۱۰ کې افغانستان ته دیپلوماتیک تګ راتګونه زیات وو، خو ډېر کله له دیپلوماتیکو اصولو ور هاخوا او افغان دولت ته له پاملرنې پرته، دا دیپلوماتان له هماغې لارې، چې راتلل په هماغې بیرته تلل. تر دې چې اوباما بګرام ته راغی، خو کابل ته لا نړو، انګيلا میرکل مزار ته راغله او کرزى يې لیدو لپاره مزار ته لاړ او داسې لسګونه نورې بیلګې.

په همدې کا ل کې د اوباما د ستراتژۍ بیا کتنه هم ترسره شوه، چې د پام وړ بدلون په کې ترسترګو نه شو.

جګپوړو امریکایی چارواکو د تېر کال په وروستیو کې د طالبانو او القاعدې د ماتولو په اړه خوشبیني وښوده او ويې ویل، چې د افغانستان په جګړه کې مهم بدلون محسوسېږي، د افغانستان په اتو ولایتونو کې اربکیان رامنځ ته شول او د ازبکستان د حزب التحریر ځواکونه په کندز کې ځای پر ځای شول

په همدې ۲۰۱۰ کال کې د کابل دژوند چاپیریال دومره خراب شو، چې د پنجشنبې ورځ عمومي رخصتي اعلان شوه او د تنفسي ناروغیو ګراف په پلازمینې کابل کې لا پورته لاړ.

د نړیوالو لوبو په ډګر کې افغان لوبغاړو د المپیک په سیالیو کې ګډون وکړ، چې نثار احمد بهاوي بیا هم خپل ایراني سیال فرزاد عبدالهی راڅملاوه  او د افغانستان کرکټ ملي لوبډله هم ښه وځلیده، چې د سپینو زرو مډالونو په ترلاسه کولو سره يې افغانانو ته ویاړونه راوړل

د افغانستان خلک د نوي ۲۰۱۱ ز کال په پېل  کيدلو سره له نړيوالې ټولني، امريکا او ناټو څخه دا هيله لري چې په افغانستان کې د امريکا په مشرې د تروريزم پرخلاف جګړي باندي پرته د امريکا د ستراتيژۍ په نظر کې نيولو سره داسي يو پلان تر لاس لاندي ونيسي چې په افغانستان امنيتي ځواکونه د کميت او کيفيت له پلوه پوره  تجهيز او روزول شي، يو قوي حکومت جوړ شي او د اداري فساد په ضد عملي ګامونه پورته شي او هم ټولي هڅې په افغانستان کې د سولي د تامين لپاره په کار واچول شي، ترڅو روان ۲۰۱۱ ز کال د بهرنيانو او د افغانستان د خلکو لپاره د يو خونړۍ کال په ځاي د سولي او سوکالۍ به کال بدل شي.پاي یادونه:پورته مضمؤن دهیواد دمختلفو رسنیو دمطالعی ځخه په استفاده ترتیب شوي دې. 

 


January 6th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات